Home » افغانستان » پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې زورزیاتی؛ په سند کې ګڼ شمېر افغانان نیول شوی

پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې زورزیاتی؛ په سند کې ګڼ شمېر افغانان نیول شوی

په سند ایالت او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې د پولیسو لخوا د افغانانو نیولو لړۍ یو ځل بیا چټکه شوې او ګڼ شمېر هغه افغانان هم نیول شوي چې قانوني اسناد لري.

پاکستاني قاضیانو ویلي چې نیول شوي افغانان به د دوی د اسنادو د ریښتنولۍ تر معلومولو پورې په زندانونو کې ساتي.

په همدې حال کې د سند ایالت ګورنر ‘کامران ټېسوري’ ناقانونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې په دوو اونیو کې له پاکستانه ووځي.

نوموړی په یوه ویډیويي پیغام کې چې پاکستاني رسنیو خپور کړی، وايي ناقانونه افغانان دې په دوو اونیو کې له پاکستانه لاړ شي کنه نو لس کاله به په زندان کې تېرې کړي.

د پاکستان په سند ایالت کې افغانانو دا خبرداری داسې مهال ورکړل شوی چې له تېرو دوو ورځو راهیسې په کراچۍ ښار او شاخوا سیمو کې ګڼ شمېر افغانان نیول شوي هم دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یوه وکیله ‘مینزه کاکړ’ چې د دې افغانانو کډوالو د خلاصون لپاره هلې ځلې کوي، وايي چې په کراچۍ کې تازه په تازه له ۱۵۰ ډېر افغانان نیول شوي‌ دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...