پاکستاني رسنیو ته د پاکستان چارواکو ویلي یو بریدګر د احمدیانو مذهبي لږکیو یو غړی په ډزو سره وژلی دی.
د پاکستان پولیس وايي پيښه د پنجاب په سنګله هیل سیمه کې شوې، دوی وايي یوه ۱۶ کلن هلک د احمدي جماعت پر یوه غړي ډزې کړي دي.
پولیس وايي بریدګر نیول شوی، له پوښتنو وروسته یاد نیول شوی کس ویلي چې ځکه يي پر احمدیانو برید وکړ چې دوی اسلام ته سپکاوی کاوه.
راپورنه وايي وژل شوی کس طاهر احمد نومیده ۳۱ کاله يي عمر درلود او ډاکټر و.
په دې برید کې درې کسانه ټپیان شوي هم دي.