پاکستان کې د تحريک لبېک مذهبي ډلې او حکومت ترمنځ له څو ورځنيو مذاکراتو ناکامېدو وروسته، د يادې ډلې سلګونه پلويانو بيا د اسلامباد په لور اعتراضيه حرکت پيل کړی.
څو ورځې وړاندې دې تحريک د پنجاب ايالت له مرکز لاهور څخه اسلاماباد تر پر اعتراض روان او په لاره کې يې د پوليسو له لوري د مخنيوي په صورت کې، اعتراض پر تاوتريخوالي واوښت او له امله يې ۴تنه پوليس ووژل شول.
اوس پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې حکومت د تحريک لبېک ډلې اکثره غوښتنو چې د دغه ډلې د نيول شوي مشر خوشې کول هم په کې شامل و، منلو ته تيار و. خو دا چې يادې ډلې له پاکستان د فرانسې سفير پر ايستلو ټينګار درلود، مذاکرات ناکام شول.
د پاکستان کورنيو چارو وزير شېخ رشيد چې له تحريک لبېک سره يې د حکومت له ادرسه د مذاکراتو مشري کوله وايي، له هېواد څخه د فرانسې سفير ايستل له اروپايي ټولنې د پاکستان اړيکې سختې خرابوي او له همدې کبله نه شي کولی چې دا کار وکړي.
تحريک لبېک د خپل مشر پر خوشې کېدو سربيره، دين ته د سپکاوي خاکو د خپراوي له امله له پاکستان حکومت غواړي چې د فرانسې سفير له هېواد وشړي.