Home » سیمه او نړی » پاکستان کوټه کې د یوې چاودنې له امله ۴ حکومتي ملېشې وژل شوي

پاکستان کوټه کې د یوې چاودنې له امله ۴ حکومتي ملېشې وژل شوي

د پاکستان حکومتي چارواکي رسنیو ته ویلي چې په یوه چاودنه کې د دوی د ملېشو څخه ۴ غړي وژل شوي دي.

چارواکي وايي بلوچستان ایالت کوټه د کهلو په سیمه کې پر ملېشو هغه مهال چاودنه وشوه چې په ګزمه بوخت ول.

امنیتي کسان وايي په چاودنه کې ۵ نور ملیشې ټپیان شوي هم دي.

د برید مسولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

په بلوچستان کې څو ورځې مخکې وسلوالو ۱۳ تنه کان کیندونکي وژلي و.

پر کان کیندونکو د برید مسولیت داعش ډلې منلی و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...