د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى ټېسټ لوبغاړى باسط علي وايي، چې د پاکستان او انګلستان ترمنځ سياليو کې انګلستان د هغه د خوښې لوبډله ده.
باسط علي وايي، چې په انګلستان کې د پاکستان لوبډلې مخکې ښه لوبه کړې ده او په تېرو وختونو کې يې دوه سيالۍ ورسره مساوي کړې هم دي.
د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې دا پخوانى توپوهونکى وايي، زما هيله خو دا ده چې پاکستان دې له انګلستان ټولې سيالۍ وګټي، خو که حقيقت ته وګورو نو پاکستان ته به د انګلستان څخه د لوبې ګټل ډېر ګران وي، که چېرته پاکستان يوه لوبه هم له انګلستان څخه وګټي، نو دا به يې لويه لاسته راوړنه او لويه توره وي.
نوموړي وويل، چې د اى سي سي د نوو لارښوونو سره سم بايد لوبغاړي ځانونه عيار کړي، چون اوس توپ ځلېدل يا په لاړو لوندول بند شوي دي، نو د مډل ارډر توپوهونکي به ښې منډې ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړه، د انګلستان توپ اچونکي په پيل کې توپوهونکي تنګوي، خو که د پاکستان د ټاپ ارډر توپوهونکي ښه توپوهنه وکړي، نو ښايي پاکستان ته ډېر ګټور تمام شي.
په لوبغالي کې د تماشچيانو د نه شتون په اړه باسط علي وايي، چې د دې ګټه به پاکستان ته ورسېږي، ځکه پاکستان د دې تجربه لري او په تشو لوبغالو کې يې ډېرې لوبې کړې دي.
هغه همدا راز د پاکستان د يو ورځنيو او شل اوريزو لوبو لوبډلمشر او مخکښ توپوهونکي بابر اعظم په اړه وويل، چې بابر اعظم يو ښه توپوهونکى دى او هيله مې دا ده چې په انګلستان کې ډېرې منډې ترلاسه کړي، ځکه کوم توپوهونکى چې د انګلستان په مېدانونو کې ډېرې منډې وکړي، نو نړۍ هم ورته ارزښت ورکوي او د هغه توپوهنه ستايي.