پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د سعودي عربستان له لوري يې د پاکستان په حمايتي چوکاټ کې ۳ مېليارده پور ترلاسه کړی دی او دا اندازه پيسې به د پاکستان پر اقتصادي وضعيت نېغ په نېغه مثبت تاثير وکړي.
د لومړي وزير د خزانې سلاکار شوکت ترين په دې اړه خپل ټوېټر کې د ياد پور د تر لاسه کولو خبر ورکړی او له دې کبله يې د سعودي عربستان له دولت مننه کړې.
خو په پاکستان کې اقتصادي شنونکو بيا په هغه هوکړه کې پر پاکستان د سختو شرايطو د وضعه کېدو او لوړ سود خبره کړې، چې د نوي ترلاسه شوي پور په اړه د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ شوې ده.
د يادې هوکړې له مخې پاکستان د ياد پور په مقابل کې سعودي عربستان ته په ۴ سلنه سود ورکولو مکلف دی او که د يادې هوکړې کومه ماده د پاکستان له لوري نقض شي، نو سعودي عربستان حق لري چې د ورکړل شوي پور په اندازه د پاکستان شتمني کنګل او پاکستان سملاسي خپل پور بېرته ورکړي.
پر نړيوالو مالي قوانينو د پاکستان له لوري عمل کول د سعودي عربستان له ادرسه په هوکړه کې د دويم شرط په توګه مطرح شوی. د دې شرط د نقض په صورت کې پاکستان مکلف دی چې له سعودي پور کړې پيسې بېرته په چټکۍ ورکړي.
د پاکستان او سعودي ترمنځ د پور په دې هوکړه کې درېيم شرط دا دی، که پاکستان په ټاکلې نېټه پور بېرته ور نه کړي او يا هم د پيسو سپينولو د مخنيو ادارې FATF غړی پاتې نه شي، نو د ورکړي پور په اندازه به يې شتمني کنګل او په يوه کال کې دننه به سعودي عربستان ته خپلې پور کړې پيسې بېرته ورکوي.