وروسته له هغې چې د اسلامي امارت ځواکونو په متواتره توګه په کونړ او نېمروز کې پر ډيورنډ کرښه د پاکستاني ځواکونو له لوري د اغزن تار غځولو مخه ونيوه، تازه په دې اړه پاکستاني چارواکو توند غبرګون ښودلی دی.
د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د پاکستان په حکومت کې د معتبرې سرچينې په حواله ويلي، پاکستان د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو پر وړاندې د طالبانو تحرکات څاري او تر دې وخته يې د اړيکو د خرابېدو مخنيوي په موخه تحمل کړی دی.
ورځپاڼې د يادې سرچينې نوم د موضوع د حساسيت له امله نه دی ياد کړی خو له قوله يې زياته کړې، د طالبانو دا کار د پاکستان لپاره خورا جدي موضوع ده او ټاکل شوې چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان دولت د يوې اعلاميې په خپرولو سره په دې اړه دريځ نيونه وکړي.
سرچينې زياته کړې چې د پاکستان له لوري په دې اړه خپرېدونکې اعلاميه کې به دا واضيح شي، چې پاکستان پر پوله هېڅ ډول معامله نه مني او له پلان سره سم به پرې د اغزن تار د غځولو کارونه دوام ولري.
د اسلامي امارت ځواکونو له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو په اړه، تر اوسه اسلامي امارت خپل رسمي دريځ نه دی روښانه کړی.