د پاکستان کورنيو چارو وزير تمه ښودلې چې په افغانستان کې جنګېدونکي وسلهوال طالبان به په پاکستان کې تحريک طالبان پاکستان يا TTP ته اجازه ور نه کړي ور نه کړي چې د دوی خلکو او خاورې ته ضرر ورسوي.
شېخ رشيد پرون د شنبې په ورځ ناوخته د (چنګاښ په ۵مه) له رسنيو سره په خبرو کې وويل، لومړي وزير عمران خان امريکا ته غوڅ ځواب ورکړی چې د افغانستان د خلکو پر ضد به په خپل هېواد کې هډې ور نه کړي او نه به د پاکستان خاوره د افغانستان پر ضد څوک وکاروي.
خو د نوموړي په خبره دوی له طالبانو هم دا هيله لري چې تحريک طالبان پاکستان او نورو وسلهوالو عناصرو د پاکستان خاورې او خلکو ته د ضرر رسولو اجازه ور نه کړي.
له دې څو ورځې وړاندې د هشام انعام الله په نوم د خيبر پښتونخوا يوه ايالتي وزير ويلی و چې ښه طالبان په افغانستان کې د پاکستان ساتنې په موخه عملا جګړه کوي.
نوموړي زياته کړې وه، په افغانستان کې جنګېدونکو طالبانو ته بايد له دې کبله دوعا وشي چې د پاکستان د پوځ جګړه په افغانستان کې په خپل مټ کوي.
د نوموړي له دې خبرو سره په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو کاروونکو له لوري (طالبان زمونږ ساتونکي دي) حشټګ وکارول شو او دا حشټګ په ډېره کمه موده کې خورا مخته لاړ او پر ټرېنډ بدل شو.
There are some points that I don’t understand in this article, can they be clarified for other articles?