Home » سپورټ » پاکستان نوي زیلانډ ته په ۸۸ منډو ماتې ورکړه

پاکستان نوي زیلانډ ته په ۸۸ منډو ماتې ورکړه

پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې میلمه نیوزیلېنډ ته په ۸۸ منډو ماتې ورکړه او د پنځه شل اوریزه سیالیو د لړۍ پیل یې په بریا سره وکړ.

په دغه لوبه کې پاکستان پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې د فخر زمان او صایم ایوب د ۴۷ او ۴۷ منډو په جوړولو سره د نیوزیلېنډ لوبډلې ته د ۱۸۲ منډو ښه هدف کېښود.

په دغه لوبه کې د نیوزیلېنډ لپاره میټ هینري غوره توپ اچونه وکړه، هغه هیټریک وکړ او درې ویکټې یې واخیستې. همدغه راز اډم ملن دوه، جیمي نېشام او ایش سودي یوه یوه وېکټه واخیسته.

بل خوا د پاکستان د ۱۸۲ منډو په تعقیب د نیوزیلېنډ ټوله لوبډله په ۹۴ منډو وسوځېده، چې په ۸۸ منډو یې ماتې وخوړه. د نیوزیلېنډ لپاره مارک چپمن و، چې هغه د ۳۴ منډو په جوړولو تر نورو ښه وځلېده.

پاکستاني توپ اچونکي حارث روف ښه توپ اچونه وکړه څلور لوبغاړي پویلین ته ولېږل او عماد وسیم دوه او فهیم اشرف، زمان خان، شاهین شاه افریدي او شاداب یوه یوه وېکټه واخیسته.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...