د بلوچستان کورنيو او قبايلي چارو محکمې په يوه تازه اقدام کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر منظور احمد پښتين او د دغه غورځنګ پر يو شمېر نورو غړو دې ايالت ته د دننه کېدو بنديز وضعه کړ.
د محکمې له لوري په صادر شوي حکم کې د منظور احمد پښتين په شمول د علي وزير، محسن داوړ، ډاکټر سېد علم مسيد، ثنا اعجاز او د عبدالله ننګيال نومونه ذکر شوي دي.
د صادر شوي حکم له مخې، دا کسان تر درېيو مياشتو چې ۹۰ ورځې کېږي، د بلوچستان ايالت اړوند هېڅ سيمې ته نه شي داخلېدلی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ منظور احمد پښتين چې پرون د (لېندۍ په لومړۍ) ناوخته يې د محکمې ياد حکم يوه کاپي پر خپل ټوېټر خپوره کړې ويلي، دا ډول ورته کار په تېر تاريخ کې د برېتانيا استعماري حکومتونو هم کاوه.
نوموړي ويلي، پښتون ژغورنې غورځنګ يا PTM د امن لپاره کار کوي، خو په خبره يې د امن خلاف خلک د تورو ښيښو په موټرو کې ازاد ګرځي.
نوموړي د پاکستان حکومت دا اقدام جرم بللی او ويلي يې دي چې دا ډول اقدامات بايد ژر تر ژره ودرېږي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پر مشر او مخکښانو دا بنديز داسې مهال وضعه کېږي، چې ټاکل شوې د روانې نومبر په ۲۶مه په کووټه کې د علي وزير او د پښتون ژغورنې غورځنګ نورو زنداني غړو د خلاصون په موخه پراخه ولسي اعتراضيه غونډه ترسره شي.