Home » سیمه او نړی » پاکستان: له ټي‌ټي‌پي سره په مذاکراتو کې لانجمن مسايل نه دي حل شوي

پاکستان: له ټي‌ټي‌پي سره په مذاکراتو کې لانجمن مسايل نه دي حل شوي

وروسته له هغې چې د افغانستان سرپرست حکومت د پاکستان حکومت او تحريک ط.البانو پاکستان ترمنځ په مذاکراتو کې پرمختګ تائيد کړ، تازه پاکستاني چارواکو هم ويلي چې له يادې ډلې سره په کابل کې د شوو مذاکراتو پرمهال زيات پرمختګ شوی.

د پاکستان يوه لوړپوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، که څه هم په خبرو کې پرمختګ شوی؛ خو اوس هم ځيني لانجمن ټکي پر ځای پاتې دي.

دې سرچينې زياته کړې، چې تحريک طالبان پاکستان له خيبرپښتونخوا څخه د قبايلي سيمو د بېلولو، د وسلې نه تسليمولو او يو شمېر نور داسې شرطونه وړاندې کړي، چې د پاکستان له قوانينو سره اړخ نه لګوي او د لانجمنو مسايلو په توګه مطرح دي.

دې چارواکي زياته کړې، چې پاکستان پر دې سربېره هم تحريک طالبان پاکستان ته د سولې په موخه يو فرصت ورکوي او په خبره يې اړتيا ده چې دا ډله ترې اعظمي ګټه پورته کړي.

اېکسپرېس ټرېبيون په خپل راپور کې اشاره کړې، چې له مذکراتو وړاندې په قبايلي سيمو کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري د عملياتو په زياتېدو سره، پاکستان د افغانستان په خاوره کې پر يادې ډلې د بمبار له لارې د افغانستان سرپرست حکومت ته په دې اړه د ګواښ پيغام ورکړ.

د ورځپاڼې د راپور له مخې، له ياد بمبار سره د افغانستان سرپرست حکومت مجبور شو څو تحريک طالبان پاکستان له پاکستان حکومت سره مذاکراتو ته حاضر کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...