د پاکستان حکومت پرون جمعه د (غبرګولي په ۱۳مه) رسما تائيد کړه چې په کابل کې يې د تحريک طالبان پاکستان يا ټيټيپي ډلې سره مذاکرات شوي او په دې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ هم شوی دی.
د پاکستان د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب پرون جمعه په اسلاماباد کې خبري کنفرانس ته ويلي، چې له تحريک طالبان پاکستان سره د حکومت په کچه مذاکرات روان دي او د افغانستان سرپرست حکومت په دې مذاکراتو کې د اسانچاري په توګه همکاري کوي.
نوموړي ويلي، چې له تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان حکومت په استازولۍ مرکچي پلاوی له حکومتي او پوځي چارواکو تشکيل شوی دی.
دواړو لورو ترمنځ په مذاکراتو کې د وروستي پرمختګ له مخې، تحريک طالبان پاکستان کړی اوربند تر يوې نامالومې مودې پورې غځولی دی او په اړه يې مريم اورنګزېب ويلي، چې پاکستان د يادې ډلې له دې پرېکړې هرکلی کوي.
خو يو شمېر پښتنو ملتپاله سياسونو د پاکستان له لوري کابل ته د قومي جرګې د لېږلو پر شېوه او څرنګوالي نېوکه کوي. دوی پوښتنه کوي ياده جرګه څه ډول او د چا له لوري ټاکل شوې ده؟
تېره اوونۍ له پاکستان څخه يوه قومي ۵۰ کسيزه جرګه کابل ته راغله او دغلته يې د تحريک طالبان پاکستان له مشرانو سره د پاکستان حکومت په استازولۍ د سولې مذاکرات وکړل.