د پاکستان يوې معتبرې حکومتي سرچينې د دې هېواد اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي، حکومت پرېکړه کړې چې له تحريک طالبان پاکستان سره به د سولې هر ډول هوکړه د پاکستان د قانون په چوکاټ کې کوي.
دې سرچينې ويلي، چې دا پرېکړه پرون چهارشنبه د پاکستان ملي امنيت شورا په غونډه کې چې د پوځ لوی درستز قمر جاوېد باجوه، د استخباراتي شبکې يا ای اېس ای رئیس نديم انجوم او نور لوړپوړي پوځي او ملکي چارواکو په کې ګډون درلود، شوې ده.
دې سرچينې زياته کړې چې په ياده غونډه کې د پاکستان پر کورني او بهرني امنيت ژور بحثونه شوي او پرېکړه شوې چې له تحريک طالبان پاکستان سره به د سولې هر ډول پرېکړه د قانون په چوکاټ کې وي.
په راپور کې ويل شوي، چې پاکستان حکومت د سولې په بهير د تحريک طالبان پاکستان هغه غوښتنه نه مني، چې د دې هېواد د قانون خلاف وي.
يادې حکومتي سرچينې ويلي، چې د پاکستان حکومت او تحريک طالبان پاکستان ترمنځ د مذاکراتو هوکړه به د دې هېواد د پارلمان له لوري تائيدېږي.
له دې وړاندې د پاکستان يوې حکومتي سرچينې اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې ته ويلي و، چې له تحريک طالبان پاکستان سره که څه هم په مذاکراتو کې پرمختګ شوی، خو د يادې ډلې له لوري ځيني وړاندې شوي شرطونه جنجالي دي او حکومت يې منلو ته نه دی تيار.