Home » افغانستان » پاکستان له حمدالله محب سره رسمې اړیکې پرې کړې
د افغانستان د ملي امنیت د شورا سلاکار حمدالله محب

پاکستان له حمدالله محب سره رسمې اړیکې پرې کړې

پاکستان د افغانستان چارواکو ته خبر ورکړی چې نور د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب سره د رسمي کړنو په هکله اړېکې نه ساتي.

پاکستاني چارواکو د دې کار دلیل د ښاغلي محب هغه “تندې” څرګندونې بللې چې هغه څه موده وړاندې د ننګرهار په ولایت کې د پاکستان په هکله کړې وې.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار پخپلو څرګندونو کې پاکستان “کمچنۍ خانه” بللې وه. پاکستان د محب دا څرګندونې غندلي او هغه یېد دولتونو تر منځ “ټولو اړیکو د اصولو خلاف” وبللې.

د پاکستان د حکومت یو جګپوړی چارواکي امریکا غږ اشنا تلویزیون ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د پاکستان حکومت د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار، حمدالله محب د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان ته د “ژورې ناراضایۍ”پیغام رسولی.

دغه چارواکي امریکا غږ ته ویلي چې کابل ته د اسلام آباد لخوا خبر ورکړل شوی چې تر دې وروسته د ښاغلي محب سره دوه اړخیزې موافقې ونشي. دې چارواکي زیاته کړې چې افغانستان ته دا خبر هم ورکړل شوی چې ” افغانستان د پاکستان سره د ګډ کار کولو لپاره جدي ندی، بلکې د پاکستان سره د ملامتۍ لوبه کوي او د دې هیواد ریښتینې هڅې کمزورې کوي. “

څو دپلوماتیکي سرچینو امریکا غږ ته دا هم تائید کړې چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوا کابل ته پخپل سفر کې دا موضوع د ولسمشر محمد اشرف غني سره هم شریکه کړې.

د افغانستان د ملي امنیت شورا تر اوسه د پاکستان د څرګندونو په هکله څه ندي ویلي. خو د افغانستان مشران تل په پاکستان تور لګوي چې د طالبانو د خونړۍ مبارزې تر شا د همدې هیواد لاس دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...