Home » اقتصادی » پاکستان له ای‌اېم‌اېف د پور اخيستو لپاره د امريکا همکاري غوښتې

پاکستان له ای‌اېم‌اېف د پور اخيستو لپاره د امريکا همکاري غوښتې

د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی چې امريکا چمتووالی ښودلی څو د پيسو له نړيوال وجهي صندوق يا IMF څخه پاکستان ته د پور په اخيستلو کې همکاري وکړي.

وړاندې پاکستاني رسنيو راپور ورکړی و، چې امريکا د پيسو نړيوال وجهي صندوق د لوی ونډه‌وال په توګه د دې صندوق پر پرېکړو اغېز لري او له همدې کبله د پاکستان حکومت ترې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

پاکستاني چارواکو د پور اخيستو ترڅنګ له امريکايي چارواکو دا هم غوښتي، چې د پيسو نړيوال وجهي صندوق په راتلونکي کې هم له دې هېواد سره د مالي همکاريو دوام ته وهڅوي.

د پيسو نړيوال وجهي صندوق د ۲۰۱۹ زيږديز کال په جولای کې پاکستان ته د ۶ مېليارد ډالرو د پور ورکړه تصويب کړه. که څه هم دې هېواد ته د يادو پيسو له ډلې نيمايي هغه ورکړل شوي؛ خو د پاتې پور د ورکړې په برخه کې پاکستان خپل اعتبار زيانمن کړی.

د اعتبار له زيانمنېدو وروسته د پيسو نړيوال وجهي صندوق د پاتې پور د ورکړې په موخه، هر کال پاکستان ته يو لړ کلني معيارونه ټاکي؛ خو پاکستان په دې تېره موده کې تر اوسه د يادو معيارونو په پوره کولو نه دی توانېدلی او اوس يې له ډيپلوماټيکو لارو د امريکا همکارۍ ته سترګې دي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...