Home » افغانستان » پاکستان له افغانستان څخه د مسعود اظهر د نيول غوښتنه کړې

پاکستان له افغانستان څخه د مسعود اظهر د نيول غوښتنه کړې

پاکستاني رسنيو راپور ورکړی، چې د دې هېواد بهرنيو چارو وزارت له افغانستان څخه په يوه ليک کې غوښتنه کړې څو په دغلته مېشت د جېش محمد ډلې مشر مسعود اظهر ونيسي.

د پاکستان جيونيوز ټلوېزيون د دې هېواد د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي له قوله د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، په ليک کې د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتل شوي چې دغلته د اظهر د اوسېدو ځای مالوم کړي او په اړه دې يې اسلام‌اباد ته مالومات ورکړي.

سرچيني زياته کړې، چې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت ته په لېږل شوي ليک دا هم ليکل شوي، چې مسعود اظهر ښايي په ننګرهار او يا هم په کونړ ولايت کې مېشت وي.

تر اوسه د پاکستان او افغانستان حکومتونو د دې موضوع په اړه رسمي له رسنيو سره مالومات نه دي شريک کړي.

د مسعود اظهر نوم د ملګرو ملتونو په تور لېسټ کې دی او له همدې کبله کلونه وړاندې د پاکستان پنجاب ايالت په بهاولپور کې په خپل کور کې د پاکستاني ځواکونو له لوري نظربند و او بېرته يې نظربندي ماته شوه.

نوموړی په ۱۹۹۱ زېږديز کال کې د هند مسافر وړونکې يوې الوتکې په تښتولو کې هم پر لاس لرلو تورن دی.

جېش محمد د هند تر واک لاندې کمشير کې فعاله وسله‌واله ډله ده او دغلته يې پر هندي ځواکونو ګڼ بريدونه کړي دي. يادې ډلې د ۲۰۱۹ کال په فيبروري کې د هند تر واک لاندې کشمېر په پلوامه سيمه کې پر هندي ځواکونو خونړی موټربم بريد وکړ او د هماغه بريد له امله د پاکستان او هند ترمنځ اړيکي هم تر وروستي حد ترينګلې شوې.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...