Home » سپورټ » پاکستان له افغانستان څخه د شل اوریزو وروستۍ لوبه وګټله

پاکستان له افغانستان څخه د شل اوریزو وروستۍ لوبه وګټله

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې افغانستان ته د ۶۶ منډو په تفاوت ماتې ورکړه.

په وروستۍ سیالۍ کې افغان لوبډلمشر پچه وګټله او توپ اچونه یې غوره کړه. پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۲ منډې جوې کړې.

په پاکستانیو توپ وهونکو کې صایم ایوب ۴۹، افتخاراحمد ۳۱ او لوبډلمشر شاداب خان ۲۸ منډې جوړې کړې. د افغان لوبډلې په توپ اچونکو کې مجیب الرحمن ۲ او نورو ټولو توپ اچونکو یوه یوه وېکټ واخیسته.

افغان لوبډلې په توپوهنه کې خپل ټول لوبغاړي تر ۱۱۶ منډو جوړولو وروسته له لاسه ورکړل او ۱۸.۴ اورونه یې ولوبول.

د افغانستان په توپ وهونکو کې عظمت الله عمرزی تر ټولو ښه ولوبېد، هغه ۲۱ منډې وکړې.

دغه راز په دې سیالۍ کې صدیق الله اتل د لومړي ځل لپاره د افغانستان استازولي وکړه. نوموړي په ۱۹ توپونو یوازې ۱۱ منډې جوړې کړې.

پاکستان ته بیا چټک توپ اچونکي احسان الله او شاداب خان ۳ـ۳ وېکټې وسوځولې.

شاداب خان د دې سیالۍ د غوره لوبغاړي جایزه هم وګټله.

د دې لوبلړۍ لومړنۍ دواړه لوبې افغانستان ګټلې وې او دا لومړی ځل دی چې افغانستان پاکستان ته د شل اوریزو لوبو په لوبلړۍ کې ماتې ورکوي.

محمد نبي عیسی خېل د دې لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...