Home » افغانستان » پاکستان: له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار ۹۴ سنله بشپړ شوی

پاکستان: له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو کار ۹۴ سنله بشپړ شوی

وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پاکستان له لوري پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار غځولو مسئله يو ځل بيا پر جدي بحث بدله شوه، تازه نن چهارشنبه د (مرغومي په ۱۵مه) د پاکستان پوځ اعلان کړی چې له افغانستان سره د يې د ډيورنډ پر کرښه د اغزن تار د غځولو کارونه ۹۴ سلنه بشپړ شوي دي.

د پاکستان د پوځ وياند بابر افتخار نن يوه خبري کنفرانس ته ويلي، ټاکل شوې چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د غځولو پاتې کارونه به ډېر ژر بشپړ شي.

نوموړي زياته کړې چې د اغزن تار له غځولو يې موخه د کرښې دواړو خواوو ته د ولسونو وېشل نه، بلکې دواړو لورو ته د امنيت ټينګول دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو د ډيورنډ کرښې په ځينو نقطو کې د پاکستان له لوري د اغزن تار د غځولو مخه نيولې وه.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...