وروسته له هغې چې پاکستان پر خوست او کونړ هوايي بريدونه وکړل، ورسره سم نن يکشنبه د (وري په ۲۸مه) د پاکستان بهرنيو چارو وزارت اعلان وکړ چې پاکستان او افغانستان په خپلو کې د دواړو هېوادونو د امنيت په اړه همغږي لري.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت وياند عاصم افتخار نن په اسلاماباد کې خبريالانو ته ويلي، د دواړو هېوادونو ترمنځ دغه همغږي د سياسي او ډيپلوماټيکو کانالونو پر مټ ولاړه ده.
نوموړي ويلي، چې د يادې همغږۍ په چوکاټ کې د افغانستان او پاکستان چارواکي له څو مياشتو راهيسې د دواړو هېوادونو د امنيت په اړه سلامشورې کوي.
افتخار پر خوست او کونړ د هوايي بريدونو په اړه وايي، وسلهوال له سزا پرته د افغانستان له خاورې په ګټنې سره په پاکستان کې دننه فعاليت کوي، چې په خبره يې دا کار د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې سولې او منيت ته زيان رسوي.
نوموړي د افغانستان له سرپرست حکومت غوښتنه وکړه چې د وسلهوالو پر وړاندې پياوړي اقدامات وکړي.
په خوست او کونړ کې پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بريد چې په کې له ۴۰ زيات ولسي وګړي شهيدان شول، په پراخه کچه غندل شوی دی.