Home » افغانستان » پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ په موخه نوې لارې پرانيزي

پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ په موخه نوې لارې پرانيزي

پاکستان د يوې تازه پرېکړې له مخې په دې هڅه کې دی، چې پر اوسنيو رسمي لارو سربېره له افغانستان سره ځينې نوې اضافي لارې هم پرانيزي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي صادق خان تازه نن دوشنبه د (غبرګولي په ۲مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې پاکستان له افغانستان سره د تګ راتګ په موخه د نوو اضافي لارو د پرانيستو پرېکړه کړې ده.

نوموړي زياته کړې چې دا پرېکړه د اقتصادي فعاليتونو د زياتېدو او دغه راز په سمه توګه د مسافرو د تګ راتګ مديريت کولو په موخه شوې ده.

محمد صادق خان د کونړ او چترال ترمنځ اراندو او دغه شان د کونړ او کوز دير ترمنځ بين‌شايي هغه سيمې بللي چې ژر به د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو د تګ راتګ لپاره چمتو کړای شي.

د محمد صادق خان په خبره دا دوې لارې د تورخم، سپين بودلک، انګور اډې، غلام خان، خرلڅي (دنډه پټان) پر فعالو ۵ لارو اضافي لارې دي چې ژر به پرانيستل شي.

پاکستان داسې مهال په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره د تګ راتګ نوو لارو د پرانيستو پرېکړه کړې، چې د تورخم او سپين بولدک په شمول له پاکستان سره په ډېرو بندرونو کې مسافر د تګ راتګ پرمهال د ستونزو له زياتوالي شکايت کوي.

دوی پاکستان ګرموي چې د مسافرو د تګ راتګ لپاره لازمې اسانتياوې نه برابروي او له همدې کبله له يادو بندرونو خلک په اسانۍ نه شي تېرېدای.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...