Home » سیمه او نړی » پاکستان: لاهور کې وروستۍ چاودنه د هند استخباراتي ادارې پلان کړې وه

پاکستان: لاهور کې وروستۍ چاودنه د هند استخباراتي ادارې پلان کړې وه

د پاکستان د ملي امنيت سلاکار معيد يوسف وايي، موده وړاندې په لاهو کې د شوې چاودنې په اړه ترسره شوې څېړنې ښيي چې دغه بريد د هند استخباراتي ادارې (را) له لوري پلان شوی و.

نوموړي چې نن دوشنبه د (چنګاښ په ۱۴مه) يې خبري کنفرانس کې خبرې کولې وويل، د لاهور چاودنه د يوه هندي وګړي له لوري چې د دغه هېواد د استخباراتي شبکې کاروونکی دی، پلان شوې وه او په خبره يې د يادې چاودنې پرمهال يو شمېر نورو کسانو هم ورسره همکاري کړې ده.

معيد يوسف که څه هم د ياد هندي وګړي نوم نه دی په ډاګه کړی، خو ويلي يې دي، يو افغان وګړی عيدګل او بل د کراچۍ ښار اوسېدونکی ضياءالله چې د يادې چاودنې په ترسره کولو کې يې لاس درلود، نيول شوي دي.

نوموړي په پېښه کې د يوه افغان نيول کېدو ته په اشارې سره ويلي، ترهګر د افغان کډوالو په منځ کې ځان پټوي او په باور يې، اوس د دې وخت را رسېدلی چې افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

د تېرې جون په ۲۳مه د لاهور په جوهر ټاون کې چاودنې د يوه پوليس په ګډون ۳ تنه ووژل او ۲۱ تنه نور يې ټپيان کړل.

د راپورونو له مخې، ياده چاودنه د لشکر طيبه ډلې د مشر حفيظ سعيد کور مخې شوې وه.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...