په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت اعلان کړی چې پاکستاني پولیسو په اسلام اباد کې شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال نیولي دي.
دغه سفارت ویلي چې یو شمېر بندیان د اعتبار وړ ویزې او «پي او ار» او «ای سي سي» کارتونه لري.
ویل شوي، چې په نیول شویو کسانو کې ۱۳۷ هغه کسان هم شامل دي، چې د ویزې موده یې پای ته رسېدلې، خو د ویزې د تمدید غوښتنه یې کړې ده.
دغه سفارت زیاته کړې چې په هغو کسانو کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو په عالي کمېشنرۍ کې موقتي نوم لیکنه شوې، هغه کسان هم شامل دي چې نیول شوي او ایستل شوي دي.