د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وايي چې د پاکستاني تالبانو د تحریک جنګیالي د افغانستان له خاورې پر پاکستان د برید لپاره ورځي.
محسن نقوي، دا څرګندونې (چهارشنبې، د وږي ۱۴مه) د پاکستان د کورنیو چارو د سنا مجلس په کمیټه کې کړې دي.
له بلې خوا د ا.ا ویاند، ذبیح الله مجاهد د دې ادعا په ردولو سره رویداد خبري اژانس ته ویلي چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې فعالیت نه کوي او پاکستان د خپلو ناکامیو د توجیه کولو لپاره په افغانستان تور پورې کوي.
د نوموړي له څرګندونو دوې ورځې وړاندې د پاکستان د کورنیو چارو ورازت په یوه راپور کې د یاد هېواد مرکزي پارلمان ته اعلان وکړ چې د پاکستان امنیتي حالت د تېر په څېر ستونزمن دی.
پاکستاني چارواکي بیا بیا ادعا کوي چې د ټي ټي پي جنګیالان افغانستان کې شته او ا.ا د پاکستان پرضد د دوی د فعالیتونو مخنیوی نه کوي، خو د ا.ا چارواکو دا ادعاوې رد کړې او ویلي یې دي چې ټي ټي د افغانستان په خاوره کې نشته.
د پاکستان د کورنیو چارو ورازت دا هم ویلي چې د وروستي یو کال په جریان کې په دغه هېواد یو زر او ۵۱۴ ترهګریز بریدونه شوي، چې له امله یې ۵۷۲ امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو زر او ۲۹۲ نور کسان ټپیان شوي دي.