يو شمېر رسنيو راپور ورکړی چې د پاکستان حکومت په قبايلي سيمو، پښتونخوا او بلوچستان کې د فعالې تحريک طالبان پاکستان ډلې دوه مهم غړي له زندان ازاد کړي دي.
دې سرچينو زياته کړې، دامهال په افغانستان کې د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ډلې ترمنځ د سولې مذاکرات دوام لري او د همدې مذاکراتو په ترڅ کې د مسليم خان او محمود خان په نوم د يادې ډلې دوه مهم غړي ازاد شوي دي.
د تحريک طالبان پاکستان ډلې دا مهم غړي وروسته له هغې له زندان ازاد شوي، چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي يې د بند سزا لغوه کړه.
د پاکستان او تحريک طالبان پاکستان ډلې له مذاکراتو باخبره سرچينو ويلي، چې د يادو مذاکراتو کوربهتوب د افغانستان طالبان کوي. له دې سره دا هم ويل شوي چې د پاکستان د امنيتي ادارو يو پلاوی په کابل کې دی او له ټيټيپي ډلې سره پر مذاکراتو بوخت دی.
دوې ورځې وړاندې له پاکستاني طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مسيدو جرګې غړي هم پکتيکا ته راغلي وو او په دې ولايت کې يې د پاکستاني طالبانو له مشرانو سره ليدلي.