پاکستان د نوي زیلانډ پر وړاندې د کرکټ یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې بریا خپله کړه. د لوبې پچه پاکستان وګټله او سیالې لوبډلې ته یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
نوي زیلانډ توپ وهنه پیل او په پنځوسو اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۵۶ منډو هدف وټاکه. د پاکستان لخوا نسیم شاه غوره توپ اچونه وکړه او د لسو اورونو په ترسره کولو سره یې ۵۷ منډې ورکړې او ۵ لوبغاړي یې له پاڼۍ بهر کړل.
پاکستان موخې ته رسیدو لپاره غوره توپ وهنه پیل کړه او د لوبې په ۴۹ اور کې موخې ته ورسیدل. د توپ وهنې په برخه کې د پاکستان لوبډلې فخر زمان ۵۶، بابر اعظم ۶۶ او محمد رضوان ۷۷ ناسوځیدلې منډې وکړې.
د لوبې په پای کې نسیم شاه د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
