د پاکستان دولتي راډيو د دې هېواد د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې په پام کې ده په نږدې راتلونکې کې د پاکستان حکومت دغلته د مېشتو ناراجسټر شوو افغان کډوالو نومليکنه پيل کړي.
په راپور کې ويل شوي، چې د پاکستان د رياستونو او سرحدي سيمو وزير طلحه محمود د دې هېواد پارلمان ته ويلي، غواړي پاکستان کې مېشت ناراجسټر شوي افغانان هم راجسټر کړي.
د نوموړي د مالوماتو له مخې دامهال په پاکستان کې ۱۲لکه ۸۲زره او ۹۶۳ تنه راجسټر شوي افغانان اوسي او ترڅنګ يې تازه د ۱لک ۳۶زره او ۴۹۰ کسانو د راجسټرولو بهير پيلوي.
محمود زياته کړې، د نويو افغان کډوالو د نومليکنې بهير له لارې غواړي دا هم مالومه کړي، چې په پاکستان کې له وړاندې مېشت څومره افغانان بېرته خپل هېواد ته ګرځېدلي دي؟
له دې وړاندې د کډوالو لپاره ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ يا يونيسيار ويلي وو، چې په پاکستان کې ۱.۴ ميليون راجسټر شوي افغان کډوال اوسي او همدومره نور ناراجسټر شوي افغان کډوال هم په دې هېواد کې موجود دي.