Home » افغانستان » پاکستان د ملا يعقوب وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ وبللې

پاکستان د ملا يعقوب وروستۍ څرګندونې د افسوس وړ وبللې

پاکستان؛ د افغانستان ملي دفاع وزارت سرپرست ملا يعقوب مجاهد د هغو څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی، چې د افغانستان پر ضد د پاکستان هوايي حريم د کارېدلو ادعا يې په کې کړې.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت پرون يک‌شنبه ناوخته د (وږي په ۶مه) په دې اړه خپره کړې اعلاميه کې د ملا يعقوب ياده ادعا بې اساسه بللې او ويلي يې دي، چې له اسنادو پرته دا ډول ادعاوې د افسوس وړ دي.

په اعلاميه کې اشاره شوې، چې د طالبانو د دفاع وزير څرګندونې له ډيپلوماټيکو اصولو سره اړخ نه لګوي او زياته شوې چې ورته څرګندونې له ډيپلوماټيکو اصولو سرغړونه ده.

ملايعقوب مجاهد پرون د يوې خبري ناستې پرمهال ادعا وکړه، چې د امريکا بې‌پيلوټه الوتکې د پاکستان هوايي حريم له لارې د افغانستان هوايي حريم ته دننه کېږي. نوموړي له پاکستاني چارواکو غوښتي وو، چې د افغانستان پر ضد دې د خپل هوايي حريم کارېدلو ته اجازه نه ورکوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې اعلاميه کې د دې هېواد پر هوايي حريم د بشپړ حاکميت په اړه ډاډ ورکړل شوی دی.

اعلاميه کې طالبانو ته په خطاب سره زياته شوې، د افغانستان سرپرست حکومت دې له نړيوالو سره د کړو ژمنو عملي کولو په اړه ډاډ ورکړي او اجازه دې نه ورکوي، چې خاوره يې د ترهګرۍ په موخه د نورو هېوادونو پر وړاندې وکارول شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...