Home » افغانستان » پاکستان د ثبت شویو افغانانو د اوسېدونې موده وغځوله

پاکستان د ثبت شویو افغانانو د اوسېدونې موده وغځوله

د پاکستان لنډمهالي حکومت پریکړه کړې چې په پاکستان کې د هغو افغانانو د اوسېدو موده تر دوو نورو میاشتو پورې وغځوي چې په قانوني توګه په یاد هېواد کې ژوند کوي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان لنډمهالي حکومت د کابینې غونډې او د یاد هېواد قومونو او قبایلو وزارت د غوښتنې پر بنسټ  پرېکړه کړې چې د ۱،۴میلیون ثبت شویو افغان کډوالو د اوسېدو موده به د روان کال د مارچ تر اخره وغځوي.

پاکستاني مسوولانو د دې مودې تمدید کول تایید کړي، خو په دې اړه یې ډېر معلومات یې نه دي ورکړي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د شمېر له مخې، تر ټولو ډېر شمېر افغانان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې ژوند کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه د «غیرقانوني» افغان کډوالو د ایستلو لړۍ روانه ده او له تېرو څو میاشتو کابو له نیم میلیون څخه ډېر افغان کډوال له دغه هېواد څخه ایستل شوي او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...