Home » افغانستان » پاکستان: د ترهګرو د شتون په اړه کابل سره شواهد شریکوو

پاکستان: د ترهګرو د شتون په اړه کابل سره شواهد شریکوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله یو ځل بیا ادعا کړې چې ترهګر له افغانستان څخه دغه هېواد ته راځي، بریدونه کوي او بیا بېرته هلته تښتي او په دې اړه به کابل ته ثبوتونه وړاندې کوي.

هغه د پاکستان له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د پاکستان د ملي امنیت شورا په ناسته کې د پوځ مشر په ډاګه کړه چې د تحریک ط البان پاکستان یا ټي ټي پي په څېر ترهګرو ډلو سره به مذاکرات نه کیږي.

رانا ثناء الله، ویلي کله چې له بهره څوک برید کوي، نو نړیوال قانون دا اجازه ورکوي چې د خپل هېواد د دفاع لپاره د هغه د برید مخه باید ونیول شي. تر دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې دوی به له ځانه سره ددفاع په موخه د ټي ټي پي مرکزونه په افغانستان کې په نښه کوي.

رانا ثناء الله ویلي چې د ټي ټي پي په اړه به د افغانستان له سرپرست حکومت سره خبرې کوي، هغوی ته به ثبوتونه او شواهدونه وړاندې کوي، ځکه چې ترهګر له افغانستان څخه راځي، دلته بریدونه کوي، بیا بېرته هلته تښتي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...