د پیسو نړیوال صندوق (IMF) پاکستان د هغو شپږو هېوادونو په نوملړ کې شمېرلی چې سږ کال له ناامنۍ او بې ثباتۍ سره مخ دي.
د یاد صندوق په راپور کې راغلي چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې په ملکي او دولتي کسانو وسلوال بریدونه زیات شوي دي.
دې سازمان زیاته کړې چې یاد حالت کولای شي د دې هېواد په اقتصاد منفي اغېزه وکړي.
د ویلو ده چې په پاکستان کې په بهرنیو اتباوو هم وسلوال بریدونه زیات شوی دي.
د جمعې ورځې په پای کې د پینځو جاپانيانو پر موټر ځانمرګی برید وشو، خو هغوی ته زیان ونه رسېد.
تېره میاشت هم د پاکستان په بلوچستان ایالت کې په یو برید کې پینځه چینایان ووژل شول.