Home » افغانستان » پاکستان: د اپرېل تر پايه بند پاتې افغانان خپل هېواد ته په تذکره ستنېدای شي

پاکستان: د اپرېل تر پايه بند پاتې افغانان خپل هېواد ته په تذکره ستنېدای شي

پاکستاني چارواکو خبر ورکړی چې د ډيورنډ کرښې پورې غاړه اېسار هغه افغانان چې پاسپورټ نه لري او غواړي بېرته خپل هېواد ته ستانه شي، د روانې ميلادي مياشتې تر پايه له تذکرې په ګڼې سره بېرته خپل هېواد ته ستنېدای شي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان په دې اړه خپل ټوېټر کې نن دوشنبه د (غويي په ۵مه) ويلي، چې ياد کسان د اپرېل تر ۲۹مې پورې کولی شي، څو د تورخم بندر له لارې افغانستان ته واوړي.

نوموړي ويلي، هغه کسان چې غواړي بېرته خپلو کورونو ته وګرځي، کولی شي چې د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه ووځي.

صادق خان دغه راز څرګنده کړې، چې په تورخم کې د معمول په څېر يوازې ناروغان کولی شي چې له وېزې او پاسپورټ پرته له دې بندر تېر شي او په خبره يې پاتې نور کسان اړ دي چې پاسپورټ او وېزه ولري.

دا په داسې حال کې ده چې په ورځنۍ توګه زرګونه کسان له تورخم بندر څخه په تېرېدو سره افغانستان، پښتونخوا او پاکستان ته اوړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...