Home » سیمه او نړی » پاکستان د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي

پاکستان د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي

پاکستان ویلي دي چې روانه اوونۍ د امریکا په مشرۍ د ډېموکراسۍ یا ولسواکۍ په سرمشریزه کې ګډون نه کوي.

د امریکایي ولسمشر جو بایډن ادارې ۱۲۰ نړیوالو مشرانو ته د مارچ پر ۲۹مه او ۳۰مه په واشنګټن کې په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

د کوسټا ریکا، نېدرلینډز (هالینډ)، جنوبي کوریا او زامبیا حکومتونه د هغې غونډې ګډ کوربانه دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د مارچ پر ۲۸مه په بیان کې د بلنې لپاره د امريکا او شريکو کوربنو مننه کړې او ویلي یې دي چې اسلام اباد به “د جمهوري اصولو د ودې او پیاوړتيا لپاره له امريکا او د سرمشریزې له شريکو کوربنو سره کار وکړي.”

دا اقدام په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان له سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی او د پیسو د نړیوال مالياتي صندوق (ای اېم اېف) د پور پروګرام بحالۍ ته لېواله دی.

شنونکي فکر کوي چې د اسلام اباد پرېکړه له چین سره د پاکستان له ستراتیژیکو اړیکو سره مستقیم تړاو لري چې د ترکیې په ګډون سرمشريزې ته نه دی بلل شوی.

بلخوا هند او تایوان ته د ولسواکۍ (ډېموکراسۍ) په سرمشريزه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...