د پاکستان ملي امنيت سلاکار معيد يوسف اعلان کړی چې د افغانستان په تړاو په هغه کنفرانس کې ګډون نه کوي چې کوربهتوب يې د هند پر غاړه وي.
نوموړي هند سولې مخالف هېواد بللی او زياته کړې يې ده چې د سولې مخالف لوری نه شي کولی چې د سولې د جوړوونکي په توګه رول ولوبوي.
ټاکل شوې چې د روانې نومبر په ۱۰مه په هند کې د افغانستان وضعيت په اړه کنفرانس ترسره شي چې په کې به د سيمې هېوادونو د ملي امنيت سلاکاران ګډون ولري.
روسيه، چين، ازبېکستان او تاجکستان هغه هېوادونه دي چې د افغانستان وضعيت په اړه د نوي ډهلي په جوړېدونکي کنفرانس کې يې د ګډون پخلی کړی دی.
خو پاکستان د سيمې لومړنی هغه هېواد دی چې د افغانستان په تړاو يې په هند کې له جوړېدونکي کنفرانس سره بايکاټ اعلان کړ. موده وړاندې په پاکستان کې د افغانستان په اړه جوړ شوي کنفرانس ته د هند استازی نه و وربلل شوی خو د هند په کوربهتوب ورته کنفرانس ته بيا د پاکستان ملي امنيت سلاکار وربلل شوی دی.
ګومان دا دی چې پاکستان د افغانستان په قضيه کې له هند سره خپله دښمني پالي او هڅه کوي چې د افغانستان په مسايلو کې د هند رول کمزوری وښيي.