د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، پاکستان په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی او په خبره يې په يادو برخو کې د پاکستان او ايران ګډه همکاري خورا مهمه ده.
نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (چنګاښ په ۳۱مه) په اسلاماباد کې د افغانستان لپاره د ايران له ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي سره د ليدنې پرمهال کړي دي.
بلاول زياته کړې، چې په افغانستان کې د وضعيت له ښه والي په ځانګړې توګه د ګډوالو مديريت، سيمهييز امنيت او د دواړو هېوادونو د بنسټونو له لوري د ګډې همکارۍ دوام خورا ارزښتمند دی.
په ورته وخت کې د پاکستان بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري د شريکو ګټو په چوکات کې د ايران او پاکستان ترمنځ د سياسي، سوداګريزو او ټولنيزو اړيکو پر پراختيا هم ټينګار کړی دی.
نوموړي ويلي،اړتيا ده چې دواړو هېوادونه د انرژۍ د تمويل او سيمهييز امنيت ټينګښت په برخو کې خپلې اړيکي او همکارۍ نور هم پياوړې کړي.