په کابل کې د پاکستان سفارت سرپرست اسد عباس ويلي، چې هېواد يې اوس هم په سختو شرايطو کې له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړی دی.
ازاد خبريال سميع يوسفزي په دې اړه خپل ټوېټر کې د عباس له قوله ليکلي، چې پاکستان اوس هم هر ورځ له افغانانو سره په دې ستونزمن وخت کې مرستې کوي او زياته کړې يې ده، چې د کابل جناح روغتون تمويل، زرګونه افغان محصلانو ته د وړیا زدهکړو زمينې برابرول او د ۲۱ ورځو په موده کې افغانانو ته د پاکستان وېزو ورکول يې بېلګې دي.
يوسفزي د اسد عباس له قوله زياته کړې، چې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته باید د یوه شخص له نظره ونه کتل شي. عباس د دې موضوع وضاحت نه دی کړی؛ خو ګومان دا دی چې دا خبرې يې د افغانستان بهرنيو چارو وزارت سياسي معين شېر محمد عباس ستانکزي وروستيو څرګندونو ته په غبرګون کې کړې دي.
ستانکزي پرون سېشنبه پر پاکستان توندې نيوکې وکړې او ويې ويل، چې دا هېواد بايد نور د افغانستان پر مسئلې سوداګري بنده کړي او د خپلو اقتصادي ستونزو د حل په موخه دې د بديلو لارو په لټه کې شي.