Home » سیمه او نړی » پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات پیلوي

پاکستان د وسله والو ډلو پر وړاندې عملیات پیلوي

د پاکستان د ملي امنیت کمېټې تر روژې وروسته د وسله والو ډلو پر ضد د سختو عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی.

پاکستانیو رسنیو ویلي چې دا اعلان په اسلام اباد کې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ د ملي امنیت کمیټې غونډه کې وشو.

د لومړي وزیر له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې د وسله والو ځواکونو مشران او دکابینې یو شمېر غړو برخه اخیستې وه.

پاکستان په داسې حال کې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو پیلولو اعلان کړی دی چې په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې ترهګریزې پېښې زیات شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي، د ترهګریزو او نا امنیو پېښو د زیاتېدو لامل له تحریک ط البان پاکستان سره د پخواني حکومت نرم چلند و.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...