پاکستاني چارواکو ويلي، چې له زندان څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ او د دې هېواد په پارلمان کې د سوېلي وزيرستان د خلکو استازي علي وزير په ازادېدو کې پرمختګ شوی دی.
د پاکستان کورنيو چارو وزير رانا ثناءالله له جيونيوز ټلوېزيون سره په خبرو کې ويلي، چې په ځينو مهمو قضيو کې د علي وزير ضمانت شوی او په پاتې نورو کې هم ښايي د نوموړي ضمانت ومنل شي او له زندان څخه به ازاد شي.
په داسې حال کې چې د پاکستان په پارلمان کې د دې هېواد ملي بوديجې په اړه بحثونه روان دي او د پارلماني اصولو له مخې يې د خلکو هر منتخب استازی بايد کې موجود وي؛ خو علي وزير د پارلمان په دې بحث کې د حضور پر ځای د کراچۍ په زندان کې بندي دی.
د پارلمان ځينو غړو د بوديجې پر سر د بحث لپاره له زندان څخه د علي وزير د موقتي ازادېدو غوښتنه هم کړې؛ خو د پاکستان کورنيو چارو وزير ويلي، چې د لنډمهال لپاره د نوموړي خلاصون ته اړتيا نشته؛ ځکه په خبره يې د علي وزير د خلاصون په برخه کې د پام وړ پرمتخګ شوی دی.
رانا ثناالله دا نه دي ويلي چې علي وزير به څه وخت له زندان ازاد شي، خو تمه يې ښودلې چې دا کار ښايې په نږدې راتلونکې وشي.
له دې وړاندې د سند ايالتي حکومت له پښتون ژغورنې غورځنګ سره په يوه ليکلي سند کې دا منلې وه چې علي وزير به له زندان ازادوي او پر وړاندې به يې ټولې ثبت شوې قضيې بېرته اخلي. خو ښکاري داسې چې د سند حکومت په خپله دې ژمنه نه دی ولاړ او علي وزیر لا هم په زندان کې ساتل کېږي.