د پاکستان اېکسپرېس ټرېبيون ورځپاڼې د نوم نه ښودلو په شرط د يوه لوړ پوړي پاکستاني چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم يې، د دوی سرپرست حکومت ته د تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتونپالو د مهمو غړو نوملړ سپارلی دی.
دې چارواکي زياته کړې، په دې نوملړ کې هغه کسان شامل دي چې دامهال په افغانستان کې دېره دي؛ خو په قبايلو، پښتونخوا او بلوچستان کې پر پاکستاني پوځيانو مرګوني بريدونه کوي.
ورځپاڼې د سرچينې له قوله ويلي، د بلوڅ بېلتونپالو مهم غړي د افغانستان په کندهار او هلمند ولايتونو کې له خپلو کورنيو سره يو ځای مېشت دي او دا کورنۍ هغه مهال يادو ولايتونو ته کډه شوي، چې د پاکستان پوځ په ۲۰۰۶ زېږديز کال کې په بلوچستان کې عمليات پيل کړل.
سرچيني ويلي چې د افغانستان سرپرست حکومت دا رد کړې چې ګواکې په هلمند او کندهار کې دې د بلوڅ بېلتونپالو کوم غړی موجود وي او د افغانستان له خاورې په ګټنې دې په بلوچستان کې بريدونه وکړي. سرچينې دا هم ويلي، افغان طالبان دامهال د تحريک طالبان په برخه کې هم د پاکستان ورته هغه پاليسي کاروي چې، له مخې ياده ډله په قطر کې د پاکستان په منځګړېتوب له امريکا سره خبرو ته کېنول شوه.
په راپور کې د سرچينې په حواله زياته شوې، د افغانستان سرپرست حکومت له لوري پاکستان ته ويل شوي، چې کولی تحريک طالبان پاکستان يوازې د خبرو ته مېز حاضر کړي او دا نه شي کولی چې پر وړاندې يې کوم اقدام وکړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې دوې ورځې وړاندې د پاکستان ملي امنيت سلاکار په مشرۍ يو پلاوی کابل ته راغی او دغلته يې د اسلامي امارت له چارواکو سره پر دوه اړخيزه مسايلو خبرې وکړې.