د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټيوټ په خپل تازه راپور کې چې ډان ورځپاڼې خپور کړی ويلي، افغانستان کې د طالبانو له بيا ځلي واک ته رسېدو سره په پاکستان کې ترهګريز بريدونه زيات شوي دي.
د ياد انسټېټيوټ د موندنو له مخې، د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې تر د روان ۲۰۲۲ کال همدې نېټې پورې، په پاکستان کې ټولټال ۲۵۰ بريدونه شوي او په پايله کې يې ۴۳۳تنه وژل شوي او ۷۱۹ نور ټپيان دي. د انسټېټيوټ د راپور له مخې د وړم کال په همدې موده کې بيا ټولټال ۱۶۵ بريدونه شوي او په ترڅ کې يې ۲۹۴ تنه وژل شوي او ۵۹۸ نور ټپيان شوي دي.
د پاکستان د سولې مطالعاتو انسټېټوټ دغه تحليلي راپور چې پرون چهارشنبه د (تلې په ۲۷مه) خپور شوی راغلي، په افغانستان کې د طالبانو بيا واک ته رسېدو له امله د پاکستان خوشالي بې ځايه وه؛ ځکه د راپور له مخې، د طالبانو تر نامنظم حاکميت لاندې بدلېدونکی امنيتي وضعيت دا ښيي، چې پاکستان د ترهګرۍ له مصيبت سره مخ کېدونکی دی.
په دې راپور کې له ترهګرۍ سره د طالبانو د اړيکو پرې کولو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته هم اشاره شوې او ويل شوي، داسې شواهد نه دي تر سترګو شوي چې طالبانو دې له نړيوالو ترهګرو ډلو سره خپلې اړيکې پرې کړې وي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو بريا يادو ډلو ته هم په منځنۍ او سويلي اسيا هېوادونو کې د تبليغ کولو هڅوونکې انګېزه ورکړې ده.
په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د القاعده، د ازبکستان اسلامي غورځنګ، ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ، تحريک طالبان پاکستان او داعش په څېر د ترهګرو ډولو عمده ډلې موجودي دي. د پاکستان د سولې مطالعاتو د انسټېټيوټ په باور، طالبانو يوازې د داعش پر وړاندې نسبي عمل له دې کبله کړی، چې ياده ډله يې په افغانستان کې حاکميت ګواښي.
په راپور کې له ترهګرۍ ورهاخوا په افغانستان کې له سياسي بدلون سره پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ موضوع هم ياده شوې او ويل شوي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ د شمېرو له مخې د تېر يوه کال په جريان کې ۳سوه زره افغانان له خپل هېواد څخه پاکستان ته اوښتي؛ خو په راپور کې بيا د پاکستاني چارواکو له قوله ويل شوي، چې واک ته طالبانو له رسېدو سره له ۶۰ تر ۷۰زره افغانان پاکستان ته ورغلي دي.