Home » افغانستان » پاکستان: افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتيا ده

پاکستان: افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي لپاره له طالبانو سره تعامل ته اړتيا ده

پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د بشري ناورين په تړاو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، يو وار بيا له طالبانو سره د نړيوالو له لوري پر تعامل تينګار کړی دی.

د پاکستان بهرنيو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې دا مهال امريکا ته په سفر تللی، له سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره په مرکه کې د افغانستان بشري ناورين ته په اشارې سره ويلي، چې د دغه ناورين د مخنيوي لپاره اړتيا ده څو له طالبانو سره تعامل وشي.

نوموړي د طالبانو حکومت د رسميت پېژندنې په اړه ويلي، چې پاکستان به دې برخه کې يو طرفه عمل نه بلکې د نړيوالو له ارادې او ليد لوري سره سم عمل وکړي.

بلاول بوټو زرداري په افغانستان کې د نجونو او ښځو حقونو خونديتوب اړين بللی او زياته کړې يې ده، چې طالبان بايد په يادو برخو کې له نړيوالو سره پر خپلو کړو ژمنو وفا وکړي.

نوموړي په همدې حال کې تمه ښودلې، چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان سرپرست حکومت به اجازه ورنه کړي چې له خاورې په ګټنې سره يې، ګاونډيو او نورو هېوادونو ته خطر پېښ شي.

اسلامي امارت تل ډاډ ورکړی، چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته خطر نه پېښېږي او ټينګار يې کړی، چې له هېوادونو سره د تقابل پر ځای پر متقابلو همکاريو ولاړ تعامل لپاره هڅه کوي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...