په داسې حال کې چې دامهال د افغانستان له نيمايي ډېر وګړي له لوږې او خراب اقتصادي وضعيت کړېږي، خو د پاکستان حکومت هغو ۵۰زره ټنه مرسته شويو غنمو ته د لېږد اجازه نه ورکوي، چې د هند حکومت يې له افغانستان سره د بشري مرستو په ترڅ کې اعلان کړی.
د هند مشهورې ورځپاڼې اينډيا ايکسپرېس په خپله تازه ګڼه کې خبر ورکړی چې پاکستان له خپلې خاورې څخه افغانستان ته د هغو ۵۰ زره ټنه غنمو د لېږد اجازه نه ورکوي، کوم چې د هند له لوري له افغانانو سره مرسته شوي.
ورځپاڼې د هندي چارواکو له قوله ويلي، دا چې د هوا له لارې افغانستان ته د ياده اندازه غنمو رسول ستونزمن دي، نو له همدې کبله يې يوه مياشت وړاندې پاکستان ته د نوموړي هېواد له خاورې افغانستان ته د يادو غنمو د رسولو وړانديز کړی.
د چارواکو په خبره، پاکستان تر اوسه د هند دې وړانديز ته د هو او يا نه ځواب نه دی ورکړی او په يو ډول د يادو غنمو په لېږد کې خنډ او ځنډ رامنځته کول غواړي.
ورځپاڼې په راپور کې د چارواکو په له قوله زياته کړې، که څه هم تر اوسه پاکستان په دې اړه ښکاره مخالفت نه دی کړی خو نوی ډهلی تمه لري چې هر څه ژر به افغانانو ته د پاکستان له لارې د غنمو د رسولو اجازه تر لاسه کړي.
دا په داسې حال کې چې تازه پاکستان اجازه ورکړل شوې څو خپل توکي د افغانستان له لارې ازبکستان ته ولېږدوي.