Home » افغانستان » پاکستان: افغانستان ته د طالبانو په ننوتلو کې پر پاکستان اچول شوې پړه بې اساسه ده

پاکستان: افغانستان ته د طالبانو په ننوتلو کې پر پاکستان اچول شوې پړه بې اساسه ده

په واشنګټن کې د پاکستان سفارت په ملګرو متلونو کې د افغانستان پخواني استازي جاوېد احمد وروستيو څرکندونو په تړاو غبرګون ښودلی او ويلي يې دي، چې د افغانستان مسايلو په تړاو دې پاکستان ته د ګرمې ګوته نه نيول کېږي.

جاوېد احمد والسټرېټ ژورنال ته په يوه مفصله ليکنه کې ويلي و چې د طالبانو له لوري د کابل په نيولو کې پاکستان بريالی شو او اوس هڅه کوي چې په افغانستان کې غالب رول ولري.

نوموړي د بايډن له ادارې غوښتنه کړې وه چې له پاکستان سره د اړيکو په اړه له سره ارزونه وکړي او په مستقيمه توګه له طالبانو سره د ښکېلتيا په موخه دې يوه استخباراتي ډله وګماري.

جاوېد احمد دغه راز زياته کړې وه چې واشنګټن دې د هغه څه مخه هم ونيسي، کوم چې له مخې يې امريکايي چارواکي پاکستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپل متحد او ملګری بولي.

دې څرګندونو په واشنګټن کې د پاکستان سفارت توند غبرګون را پورته کړی او ويلي يې دي، داسې ادعاوې چې ګواکې پاکستان په افغانستان کې د طالبانو له لوري په شويو بريدونو کې رول لرلی، بې اساسه دي.

د پاکستان سفارت په دې اړه يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي، د دې پر ځای چې پاکستان تورن شي، ولې پر دې بحث نه کېږي چې د افغانستان امنيتي، دفاعي ځواکونو او استخباراتي ادارې پر دې ونه توانېدې چې د اورپکو د يوه هغه سېلاب مخنيوی وکړي، کوم چې يې افغانستان ته ننوته؟

په اعلاميه کې زياته شوې چې د افغانستان مسايلو په تړاو دې پاکستان ته د ګرمې پړه نه ور په غاړه کېږي او په دې برخه کې شوې ادعاوې بې بنسټه دي.

په عام ګمان، پاکستان افغانستان ته طالبانو په ننوتلو کې له امريکا سره همکاري کړې او هڅه کوي چې پر طالبانو د نفوذ له لارې په افغانستان کې هر څه تر خپل څار او خوښې لاندې وساتي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...