دوه ورځې وړاندې اکسپریس ټربیون په نوم یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ویلي، که ولسمشر غني نرمښت ونه ښیي او د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي نو منطقي ده طالبان یې واکمنۍ ته د پای ټکی کېږدي.
ورځپاڼې دغه راز لیکلي، په رسمي توګه واک ته د طالبانو د رسېدو په صورت کې هم ښایي د افغان دولت کار پای ته ورسېږي.
د ورځپاڼې په باور، ولسمشر غني په داسې حال کې د سولې پروسه له خنډونو سره مخ کړې ده چې طالبان او امریکا دواړه د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شوي دي.
ورځپاڼه وړاندې لیکي، په پام کې وه چې د دوحې تر هوکړې لس ورځې وروسته بین الافغاني خبرې پیل شي خو د واک پر سر ناندریو له امله دا چاره وځنډېده. ورځپاڼه کاږي، پر افغان ځواکونو د وروستيو خونړيو بریدونو تمه هم ځکه کېږي چې ولسمشر غني د سولې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.
د راپور په وروستۍ برخه کې د افغان دولت له لوري د ۵۹۲ زندانیانو نه خوشې کېدو ته په اشارې لیکل شوي چې ولسمشر غني دا بندیان ځکه نه خوشې کوي چې وېره لري په رسمي توګه د طالبانو راتګ سره به د ورځپاڼې په خبره، د کابل ادارې کار پای ته ورسېږي.