Home » افغانستان » پاکستاني چارواکي: بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو بريدګر طالب دې ور وسپارل شي

پاکستاني چارواکي: بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو بريدګر طالب دې ور وسپارل شي

پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو هغه سرتېري د ورسپارولو غوښتنه کړې، چې پرون يک‌شنبه يې په سپين بولدک کې پر پاکستاني ځواکونو ډزې کړي دي.

د افغانستان پوله ساتو ځواکونو يوه سرتېري پرون يک‌شنبه د (لړم په ۲۲مه) د کندهار په سپين بولدک کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ په نقطه کې پر پاکستاني ځواکونو مخامخ ډزې وکړي. په دې ډزو کې يو پاکستانی سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپيان شوي دي.

اوس تازه پاکستاني ځواکونو د سپين بولدک لار د هر راز تګ راتګ پر مخ تړلې ده. پاکستاني چارواکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، ياده لار به تر هغې تړلي وي څو چې د افغانستان سرپرست حکومت ياد بريدګر نيولی او يا يې پاکستان ته سپارلی نه وي.

 د چمن او بولدک لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو د تګ راتګ او د سوداګريزو توکو د وړلو را وړلو دويمه لويه لار ده. پر دې لار په ورځنۍ توګه له ۱۵زرو تر ۲۰زرو کسان افغانستان او پاکستان ته اوړي را اوړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...