تحريک طالبان پاکستان يا TTP هغه راپورونه په بشپړه توګه رد کړل چې ګواکې د پاکستان پوځ او امنيتي ځواکونو پر وړاندې يې د ۲۰ ورځني اوربند له مخې جګړه درولې ده.
د دې ډلې وياند محمد خراساني تازه رسنيو ته په يوه لېږلې اعلاميه کې ويلي، تحريک طالبان پاکستان يو موټې ډله ده او هېڅکله په کې د افرادو او اشخاصو تر نفوذ لاندې بېلابېلو ډلې نشته.
نوموړي زياته کړې چې د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې د اوربند هېڅ ډول پرېکړه نه ده شوې او وسلهوال به يې د دغه هېواد پوځ او امنيتي ځواکونو پر وړاندې خپل بريدونه جاري وساتي.
خراساني که څه هم د پاکستان له حکومت سره د مذاکراتو په اړه څه نه دي ويلي، خو له خپلو وسلهوالو يې غوښتنې چې د معمول په څېر د پاکستاني ځواکونو پر وړاندې خپلو بريدونو او تحرکاتو ته دوام ورکړي.
تحريک طالبان پاکستان داسې مهال دغه غبرګون ښيي چې د پاکستان لومړي وزير عمران خان د ترکيې له TRT اژانس سره په مرکه کې ويلي و، حکومت له يادې ډلې سره د اوربند په موخه مذاکرات پيل کړي او د يادو مذاکراتو د برياليتوب په صورت کې ممکن د تحريک طالبان پاکستان وسلهوالو ته عفوه وشي.
د دې مرکې له خپرېدو وروسته د پاکستاني رسنيو په حواله داسې راپورونه خپاره شول چې TTP د درې اوونيو اوربند اعلان کړی دی.