ځينو پاکستاني خبريالانو خبر ورکړی چې پاکستاني طالبانو يا TTP د پاکستان د پوځ او نورو امنيتي ځواکونو پر وړاندې لس ورځنی اوربند د پنځو نورو ورځو لپاره هم غځولی دی.
د خبريالانو له لوري د تحريک طالبان پاکستان له ادرس يو سند په خواله رسنيو کې لاس په لاس کېږي، چې خپلو جنګياليو ته يې په کې د اوربند د غځولو توصيه کړې ده.
په دې سند کې د تحريک طالبان پاکستان جنګياليو ته په خطاب کې ويل شوي، چې د روانې می ۱۵مه هم د اروبند په ورځو کې شامله ده او له هغې وروسته به نوې لارښوونې شريکې شي.
د روژې په ۲۹مه تحريک طالبان پاکستان د پوځ او امنيتي ځواکونو پر وړاندې اوربند اعلان کړ او څرګنده يې کړه چې په دې موده کې به له پاکستان سره مذاکرات هم وشي.
د پنځو نورو ورځو لپاره د اوربند له غځېدو سره داسې فکر کېږي، چې د دواړو خواوو ترمنځ مذاکرات په جريان کې دي او د دوام لپاره يې د اوربند نورو اضافي ورځو ته اړتيا ده.
تر اوسه تحريک طالبان پاکستان او د پاکستان پوځ په دې اړه رسمي څه نه دي ويلي.