د نړیوالو سازمان شوو جرمونو پر وړاندې نړیوال نوښت يا (Global Initiative against Transnational Organized Crime) په نوم يوه بنسټ په يوه تازه مقاله کې چې پرون سېشنبه د (مرغومي په ۷مه) يې خپور کړی ويلي، تحريک طالبان پاکستان په پښتونخوا کې سوداګر د ګواښنې له لارې دې ته اړ کوي مالي مرسته ورسره وکړي.
دې بنسټ زياته کړې، تحريک طالبان پاکستان په پېښور کې سوداګرو ته د ټليفوني اړيکې په وسيله ګواښ کوي چې له يو ميليون نيولې تر لسو ميليونو کلدارې ورکړي.
ځينو سوداګرو د نوم نه ښودلو په شرط دې بنسټ ته ويلي، که تحريک طالبانو پاکستان يا TTP له لوري غوښتل شوی رقم ورنه کړي، نو کور ته څېرمه يې بمونه ښخوي. د دوی په خبره که د دې کار با وجود هم کوم سوداګر پيسې ور نه کړي، نو وژني يې.
د سېد خان په نوم يوه سوداګر بيا ويلي، تحريک طالبان پاکستان يې له تره څخه ۵ ميليونه کلدارې غوښتې وې. خو د نه ورکولو په صورت کې يې تره د يادې ډلې له لوري ووژل شو.
دې بنسټ زياته کړې، دا مهال په پېښور کې خلک او سوداګر د تحريک طالبان پاکستان له وېرې چې ګواکې پيسې به ترې وغواړي او يا به يې ووژني، خپل ځان شتمن نه ښيي او نه غواړي چې له ښه کور، موټر او نورو امکاناتو ګټه پورته کړي.
په مقاله زياته شوې، په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د پاکستاني سوداګرو ترمنځ وېره نور هم زياته شوې چې ايا له دې وروسته به د تحريک طالبان پاکستان د ورته کړنو مخه ونيول شي او که نه؟