Home » افغانستان » پاکستان:لګول شوي تورونه بېځایه دي، موږ د افغان سولې ملاتړي یو
رویداد خبري آژانس

پاکستان:لګول شوي تورونه بېځایه دي، موږ د افغان سولې ملاتړي یو

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي دوی له افغان سولې سره رښتینې دي او د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې پر دوی لګول شوي تورونه بېځایه دي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان سفیر وایي چې هند د افغانستان په اړه د امنیت شورا په جوړه شوې غونډه کې پاکستان ته د ګډون اجازه نه ده ورکړې او دوی په دې اړه شکایت لري.

هغه وایي په دې غونډه کې پر دوی د ترهګرو د روزونکي هېواد تور لګول شوی چې بېځایه دی.

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې هند او ځینو نورو اړخونو وویل چې پاکستان په سیمه کې د ترهګرو روزونکی دی او د افغانستان استازي ټینګار وکړ چې نړیوال باید په دغه هېواد کې د ترهګرو ډلو مرکزونه په نښه کړي.

ددوی په خبره پاکستان باید له سولې سره رښتینې همکاري وکړي او د جګړو له ملاتړ دې لاس په سر شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

یونیسف د ارزګان له روغتیايي مرکزونو سره د درملو او نورو توکو مرسته وکړه

په افغانستان کې د ملګرو ...