پاپ فرانسیس عراق ته د سفر په لومړۍ ورځ په دغه هېواد کې د تاوتریخوالي او تُندلارې په ختمولو ټينګار وکړ.
د نړۍ د کاتولیک عیسویانو ۸۴ کلن رهبر په نړۍ کې د کرونا وبا اندېښنو او د عراق امنیتي ګواښونو ته له پام پرته دغه هېواد ته سفر کړی دی.
پاپ فرانسيس د عراق له سیاستوالو وغوښتل چې د دغه هېواد اتباعو ته مساوي حقوق تضمین کړي، له فساد سره مبارزه وکړي او د قدرت د ناوړه استفاده مخه ونیسي.
دا عراق ته چې د عیسویانو ټولنه یې د جنګ جګړو له امله د څو کلونو په اوږدو کې کمه شوې لومړنی سفر دی.