Home » افغانستان » ټکسي چلوونکي کابل کې د غیر رسمي ټکسیانو له بې نظمۍ شکایت کوي

ټکسي چلوونکي کابل کې د غیر رسمي ټکسیانو له بې نظمۍ شکایت کوي

په کابل کې یو شمېر ټکسي چلوونکي په ښار کې د غیری ټکسي او بې رنګه موټرو له فعالیت څخه شکایت کوي او وايي چې دغه موټرونه په ښار کې د ګډوډۍ لامل شوي دي.

دغه ټکسي چلوونکي چې د موټر چلولو جواز ترلاسه کولو لپاره د خپلو ټکسيانو سپین او ابي رنګولو ته اړ شوي، وايي چې په ښار کې ډېری موټرونه د رنګ له بدلولو پرته سره بیا هم د ترافیکو له لوري د چلولو اجازه لري.

یو ټکسي چلوونکی محمد جواد وايي: “ما اووه میاشتې مخکې د موټر چلولو د جواز د نوي کولو غوښتنه وکړه او د ترافیکو ریاست په دې شرط زما د موټر چلولو جواز تمدید کړ چې ټکسي مې باید رنګ کړم، خو اوس په ښار کې د بې رنګه موټرو فعالیت ګورم چې د اصلي ټکسي چلوونکو ترمنځ یې ګډوډي جوړه کړې ده.»

سيد اغا يو بل ټکسي چلوونکى هم وايي: “هر سهار ترافيک موږ ته هم پارچې راکوي او هغو موټرو ته هم چې نه دي رنګ شوي. دواړه موټرونه په مساوي ډول په ښار کې فعالیت کوي. له چارواکو څخه غواړم چې د غیر رسمي ټکسيانو د فعالیت مخه ونیسي.”

ومو غوښتل چې په دې اړه د ترافيکو رياست د مسوولينو نظر هم واخلو، خو له پرله پسې زنګونو وروسته مو بیا هم خپل ځواب ترلاسه نه کړ.

تر دې مخکې د ترافيکو رياست د پلان او احصايې رييس عبدالودود خيرخواه رویداد خبري اژانس ته وويلي و چې تر درې زره زيات ټکسيان يې رنګ کړي او دغه بهير به په دريو کلونو کې بشپړ شي.

که څه هم د ترافيکو رياست دغه چارواکي له ټکسي چلوونکو وغوښتل چې د ټکسيانو د رنګولو په بهير کې د سرغړونې په صورت کې د ترافيکو رياست ته مراجعه وکړي، خو د دې پروسې د نه شفافيت په اړه شکايتونه لا هم رسنيو ته رسېږي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...